IQNA

په آسټریلیا کې  د ثامن الائمه(ع) د ټولنې پراخ دیني او قرآنی فعالیتونه(فیلم)

6:32 - February 06, 2025
د خبر لمبر: 3490598
ایکنا-  د آسټریلیا د سیډنې ښار د ثامن الائمه قرآني ټولنې مشر  د آسټریلیا د شیعیانو د جوماتونو او مذهبی مرکزونو په اوڅاره زیاتیدا ته په اشارې سره ددغې ټولنې له دیني او قرآنی فعالیتونو څخه ولسی هرکلی ډير پراخ بللی دی.

آسټریلیا ته د اروپایانو له ورتلو ترمخکې پورې ، ددغه ټاټوبي ځاي اوسیدونکو، له خپل پخواني  او شته دین څخه  پیروي کوله.مسیحیّت اروپایان آسټریلیا ته   راوستل او دغه ټاټوبي  ته د مهاجرت په پیلولو سره دلته د مسیحیّت  ډول ډول فرقو فعالیتونه  پيل کړل.

فعالیت‌های گسترده دینی و قرآنی مجمع ثامن الائمه(ع) در استرالیا / اماده

 په شلمې پیړۍ کې،له چین څخه،له جنوب ختیځي آسیا، هند او مینځني ختیځ  څخه د یو شمیر کسانو په مهاجرت سره دغه هیواد ته د بودائي ، اسلام، یهودیت دینونو  لاره وموندله په آسټریلیا کې دین له حکومته جلا دی او  دقانون په اساس ،دین او مذهب آزاد دی او هرڅوک  دخپلو دیني ځاننګړو دستورو  ترسره کیدا په آزادۍ سره ترسره کولی شي.

په آسټریلیا کې د مسلمانانو د شتون تاریخچه!

د ۲۰۲۲کال د سرشمیرنې په اساس، د آسټریلیا کابو یوشپیته فیصدي  آبادي مسیحي معرفی کړې او  کابو دوه ویشت اعشاریه نهه فیصد خلک  هم د  هیڅ یوه دین پیروکار نه دي . بودایزم  په 2.5 فیصدو سره  او اسلام  2.2 فیصدي آبادئ سره  په ورپسې  رده بندئ کې راځي.

اسلام په آسټریلیا کې دریم لوي دین دی ، له مسیحیّت او بودایزم څخه  وروسته. د آسټریلیا د مسلمانانو نفوس  کابو پنځه لکه  یعني د  ټولې آبادۍ  دوه اعشاریه دوه فیصدي نفوس  دي.

په آسټریلیا کې  د مسلمانانو شتون ډيره پخوانۍ مخینه لري . د مسلمانانو لومړنۍ ډله  په ۱۸۶۰ کال کې  دانګریزانو په وسیله  دغه براعظم ته وارده شوې ده.

 همدااوس د آسټریلیا زیاتره مسلمانان  ترک مهاجر دي چې له دوهم نړیوال جنګه وروسته دغې سیمې ته ئې سفر کړی دی. له دوي وروسته لبنانیان  دی چې په داخلی جنګونو پسې آسټریلیا ته  تللی دي. اوس  په اوقیانوسیې براعظمګي کې  کابو پنځه لکه  مسلمانان ژوند کي. د آسټریلیا مسلمانان د سیډني ،، ملبرن او پرت په څير په اصلي ښارونو کې  ژوند کوي.

د پاکستاني توکمه  ښاریزو ترڅنګ  ایراني  ،لبناني ، افغاني شیعیان ، د آسټریلیا د شیعیانو ټولنې اکثریت جوړوي.

د سیډني  ثامن الائمه  قرآنی ټولنه!

 مصطفی اشرفي   د اسټریلیا یو هستوګن قرآنی فعال او د سیډني ښار   د ثامن الائمه  قرآنی ټولنې مشر دی .   هغه  د ثامن الائمه  قرآني ټولنې دتاسیس په باب  وائي؛ دغه قرآني ټولنه په ۲۰۰۲کال کې  او د آسټریلیا په سیډني ښار کې  تاسیس شوه.

دغه قرآني فعال  مخکې وائي، د  امام رضا علیه السلام  په نامې سره،یعني  ثامن الائمه قرآني  تاسیس لپاره  زما هڅونکي ، زما مور پلار وو چې ډير  ئې غوښتل  د قرآن لباره یو تل پاتې کار وکړم. باید  دې موضوع ته اشاره وکړم چې په ۲۰۲۱ کال کې او کابو څلور کاله مخکې  د امام رضا علیه السلام ثامن الائمه قرآنی ټولنه  په رسمي توګه په آسټریلیا کې  ثبت شوې ده.

فعالیت‌های گسترده دینی و قرآنی مجمع ثامن الائمه(ع) در استرالیا / اماده

اشرفی د آسټریلیاد شیعیانو دټولنې په باب ووئيل، الحمد الله سیډني ښار ترټولو زیات شیعیان لري. له دې وروسته په ملبرن ،برسبن او ورپسې په  نورو ښارونو کې په زرګونو شیعیان ژوند کوي. ددغه هیواد شیعیان اوس په دغه هیواد کې  څه دپاسه درې سوه جوماتونه او امامباړې لري حتی په ځينو کوڅو کې څو جوماتونه او امامباړې  لرو.

هغه  دغه راز ووئيل، د افغانستان او پاکستانیو  قدرمنو  مرکزونه هم فعاله دي ،  دغه راز د لبنانیانو او ځینو نورو هیوادونو ښاریز هم دلته فعال دي . په سیډنې کې   دشیعیانو جوړ شوی لومړنی جومات د الزهرا(س) مرکز  دی چې دیرش کاله مخکې  د فعالو مرکزونو پشمول  جوړ شوی دی.

اشرفی دغه راز په آسټریلیا کې د دینونو د پیروکارو ترمینځ د ګډ سوله ایز ژوند او خبرواترو په باب هم ووئيل؛ په آسټریلیا کې دغه شان  ډير پروګرامونه  ترسره کیږي، مونږ د نبی اکرم(ص) په مرکز کې  دغه پروګرام درلودلی چې  مسیحي ، هندو  او حتی  په خداي باؤر نه کونکي  روحانیو هم راغلي دی او بحث مو پرې کړی دی،مونږ مسلمان روحانیون  د سوال ځواب  لپاره هم دعوت کوو ، چې ډير تود هرکلی ئې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4263627

captcha